د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Saturday, April 02, 2005

the great poet. MALANG JAN

ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.
آرنوم يې محمدامين و، راوروسته امين جان اوپه پای کې هم ملنګ جان شو. په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره دکامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې دشعر ژبه ويانده شوه او ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ. شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو. بيايې دجلال اباد په امنيه او دکونړ په لويه ولسوالۍ کې خپله دوه نيم کلنۍ سرتيري سر ته ورسوله او وروسته بيا په خپل کلي کې په مزدورۍ او کرګرۍ بوخت شو. د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحادمشرقي ( ننګرهار )کې خپره شوه. دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .په کال ١٣٢٤کې د سرارمحمدداوود لخوا وبلل شو او په ١٣٢٩ کال کې ورته دسردارشاه محمود صدراعظم له خوادکال شپږسوه مستمري معاش ( تنخواه) وټاکل شو. په ١٣٣٢ کال يې کابل ته راوغوښت او په کابل راډيو کې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو. دۀ او څلور تنو زده کوونکو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړل شو او د ژوند تر پايه يې همدا دنده پرمخ يوړه چې په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديو ساعته پروګرام لپاره هم سندرې جوړولې. د ١٣٣٤ کال په وروستۍ نيمايي کې د ځينو ستونزو له کبله وزګار کړی شو او دا چې پښتو ټولنې د افتخاري غړي په توګه منلی و، نو خپل پوره معاش يې ورکاوه. په کال ١٣٢٨ کې ورته سردار محمد داود صدر اعظم د ليک لوست لپاره يو ښوونکی وګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلی او لوستلی شول. له دې نه مخکې يې له قرآن پرته کومه زده کړه نه وه کړی او هر شعر به يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په ياد ورزده کاوه. له بده مرغه مرګ دغه خوږ بې وسلې شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره تلو، دلته بند په کږليچونو کې پرې ګاډی واوښت او له خپل يواځيني درې کلن زوی (دوا جان) سره د مرګ ګونډې ته وغورځيد. جنازه يې ننګرهار ته وليږل شوه او د چميار کلي په پلارنۍ هديره کې په ډير درناوي خاورو ته وسپارل شو. پر مړينه يې ډېرې اوښکې تويې شوې او ويرنې پرې وويل شوې. افغانستان راډيو يو ځانګړی پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردار محمد داود پيغام او پښتو او دري خواخوږۍ او ويرنۍ وړاندې شوې چې وروسته هغه د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو. پر افغاني ټوليزو رسنيو سربېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او د باچاخان په ګډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راواستول.
پر هغه ډبرليک باندې چې په ١٣٣٩ کال د پښتو ټولنې له خوا د ارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو، داسې کښل شوي دي :
دلته مرحوم ملنګ جان خښ دی چې په خوږو نغمو کې يې د وطن مينه او د پښتونستان د ازادۍ جذبات غورځنګونه وهي. اصلي نوم يې امين جان و. پلار يې عبدالشکور نوميده. د ٤٣ کلو په عمر د موټر چپه کيدو په سبب له خپل زوی داود جان سره په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې مړ شو او د ادبي خدمتونو په لمانځنه يې دا ډبرين قبر پښتو ټولنې له خوا د کابل حجارۍ او نجارۍ په فابريکه کې جوړ شو ١٣٣٩ هجري لمريز کال.
د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دیپه آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي ملنګ جان په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهاردبيسودوپه چميارکلي کې وزيږيد. پلاريې ملک عبدالشکورنوميدچې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شواوپوله پټی يې هم د ناوړودودونو او تربګنيوله کبله له ﻻسه ورکړ.

د فقير ملنګ جان دغومره بخت بس دیپه آزاد ژوند چې آزاد وطن کې کور وي