د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Wednesday, March 09, 2011

نوروز د اسلام له نظره

( دويمه برخه)



محمد محمدي اشتهاردي



...........په تېر پسې



نوروز د نقد په تله کښې

په مجموعي توګه دا ويلې شو چې هغه روايتونه چې د نوروز په شان کښې د اهلبېتو له معصومو امامانو (ع) څخه مونږ ته رارسېدلي دي متنازعه دي يعنې ځينو روايتونو دغه ورځ ستائېلې ده او ځينو هم ( لکه له امام موسی کاظم (ع) نه نقل پاڅني روايت ) دغه ورځ د جاهليت له دور نه پاتې شوې ګڼلې ده چې اسلام له منځه وړې ده خو بيا هم له ډېرو څېړنو او لټون نه پس دې نتېجې ته رسېږو چې:

١- د نوروز په تائيد او ستائېنه کښې نقل شوي روايتونه د هغۀ د ردولو له روايتونو څخه زيات دي.

٢-د نوروز په شان کښې د سترو علماؤ او د تلقليد د مرجعو سيرت د دې بيانوونکے دے چې نوروز له مهمو او مبارکو ورځو څخه ده، البته د داسې ورځې لپاره د اختر اطلاق د اسلام له نظره د منلو وړ نۀ دے ، ځکه چې په اسلام کښې په رسمي توګه څلور اخترونه دي يعنې وړوکے ( فطر) اختر، لوے (د قربانۍ) اختر، د غدير اختر او د جْمعې د مبارکې ورځې اختر.

په قوي احتمال د امام موسی کاظم (ع) په روايت کښې په نوروز باندې د اختر د ورځې د اطلاق رټنه شوې ده. حضرت امام خمېني (رح) له دې سره چې په نوروز کښې يې محفل لرۀ او مبارکي به يې ويله او همدا رنګ د نوروز مبارکي به يې قبلوله او په ټيلي ويژني پېغام کښې به د نوروز د ورځې مشهوره دعا ( يا مقلب القلوب ولابصار......) لوستله خو د نوروز لپاره به يې د اختر د ورځې د اصطلاح له استعمالو نه ډډه کوله.

د ارواښاد امام خمېني د دفتر يو غړے حجت الاسلام والمسلمين رحيميان ليکي: مونږ د نوروز په ورځ د امام کوټې ته داخل شو چې په دې کښې امام هم تقريباً د سهار په نهو بجو له نورو ورځو نه په زيات روڼ او خوشحاله تندي او مسکا سره په نوې قبا سره داخل شو او حاضرو کسانو ته يې چې له ډاکټرانوسره پنځۀ تنه وو څو څو ځلې مبارکي وويله، بيا يې يو ريالي سيکې ولټولې او د لاس په تلي کښې يې ونيولې اوحاضرو کسانو هم د هغۀ د لاس په ښکلولو سره له هغو نه څو سيکې واخېستې. د دا ډول پروګرامونه به د نورو کلونو د نوروز په ورځو کښې هم تکرارېدل. په عېن حال کښې د ١٣٦٢ هجري نمريز کال د اوري د مياشتې په مېنځنيو وختونو کښې د هغوي له دفتر نه له هغو کسانو څخه د منيې او د هغوي د ځواب په خاطر چې د نوروز او د اوري د مياشتې د ١٢ نېټې ( د اسلامي جمهوريت د ورځې ) په مناسبت يې امام ته ټېليګرافونه او د مبارکۍ پېغامونه رالېږلي وو يو متن برابر شوے ؤ، دغه متن د تائيد لپاره امام ته واورولے شو په متن کښې د نوروز د اختر جمله راغلې وه نو امام وفرمايل: د اختر دا لفظ ترې لرې کړئ. (١٢)

د علامه مجلسي (رح) نظريه

ستر ديني عالم ، محقق او محدث علامه مجلسي چې د خداے د ګران رسول (ص) او د اهلبېتو امامانو (ع) د احاديثو او رواياتو په راغونډولو او د هغو په څېړلو کښې يې پراخه او ژور مهارت لرۀ نوروز د روايتونو له مخې ستائېلے دے. او په بحارلانوار کتاب کښې يې له شلو مواردو نه زياتو کښې د نوروز د ستائېنې خبره کړې ده. (١٣) او د امام موسي کاظم (ع) د معارض روايت له ذکر کولو نه پس چې مخکښې ذکر شو ليکي: (( هغه روايت چې له امام موسی کاظم (ع) نه نقل شوے دےد معلي بن خنيس له رويت سره مخالف او معارض دے البته د معلي بن خنيس روايت د احاديثو د خاوندانو او څېړونکو ترمېنځ زيات قوي او مهور دے او کېدې شي چې له امام موسي کاظم (ع) سره منسوب روايت د تقيې له مخې ؤ، ځکه چې د معلي حديث په هغو چارو باندې مشتمل دے چې د تقيې موارد دي ( لکه چې وې فرمايل: عجميانو د نوروز عظمت او احترام وساتۀ خو تاسو عربانو هغه تباه کړ، يا د امام مهدي (ع) د مسئلې مطرح کول وغېره....) له دې امله د اهلبېتو د غېر پېروکارو په ښارونو کښې د خلفاؤ په زمانه کښې د تبرک په توګه د نوروز نمانځنه د تقيې په دليل نه ترسره کېده، يا دا چې له هغه نوروز نه چې د معلي بن خنيس په حديث کښې راغلے دے له هغه نوروز نه غېر نوروز وي چې د امام موسی کاظم (ع) په حديث کښې راغلے دے. (١٤)



د ليکوال وضاحت

زمونږ په ټولنه کښې نوروز له پخوا راهسې دوه اړخه لري، يو مثبت اړخ او يو منفي اړخ او له پخوا راهسې د نوروز په اړه دوه ډوله چلند شوے دے او کيږي. ځېنو د هغۀ منفي اړخونه، خرافي او بې بنياده مراسم، اسراف، سرمستي او شهوت پرستي خپله کړې ده او په دې بهانه په دغو ورځو کښې زيات ګناهونه او فسادونه رامنځته کيږي او په قطعي توګه له دې زاويې څخه به نوروز نه يوازې بختور او مبارک نۀ وي بلکې نامبارک، سپېرۀ، پليد او د منکراتو او فحشاؤ يوه ذريعه ګرځي او له دې امله د غندلو وړ دے او د هر عاقل له نظره نۀ ستائنېدونکے دے او د د علماؤ په روياتو او ګفتارو کښې چې يې د جاهليت د دوران له چارو څخه ګڼلے دے د دا ډول منفي چارو په وجه دے. خو هغه روايتونه چې د نوروز د ستائېلو بيانوونکي دي او د هغو په بنياد سترو علماؤ او مراجعو لخوا نېکمرغه بيان شوے دے هغو مثبتو مراسمو او ګټورو اړخونو ته د پاملرنې په دليل دے چې په نوروز کښې ترسره کيږي.، لکه پاکيزګي او صفائي، نوې جامې اغوستل، د موسم او طبيعت له بدلونونو سره قدم په قدم تګ، په ځان کښې بدلون راوستل، په سپرلي کښې د شينکي له ټوکېدو څخه د خداے پېژندنې او قيامت پېژندنې درس حاصلول او دا چې ګويا په رښتيا زمکې او وخت، اونو، هوا او فضا ټولو په پسرليزې تازګۍ او خوشحالۍ سره جشن کړے دے او هر يو په خپله ژبه د نوروز د ستائېنې او خوشحالۍ او د سپرلي د آغاز خبرې کوي او مبارکي وائي. له دې امله له پسرليزې وږمې، د اونو له غوټيو، د زمکې له ژوندۍ کېدو، او د بوټو د تېغو او سترګو له راوېستلو سره قدم په قدم تګ او د دې په ترڅ کښې صله رحم، له يو بل سره ليدل کتل، د کورونو صفا کول او دوړې داړې څنډل، د پاکۍ او روغتيائي اصولو خيال ساتنه، د هغو کسانو روغه جوړه چې له مودو مودو راهسې له يو بل سره مخالفت او بدي لري يو لړ مثبت اړخونه دي چې هر يو عاقل يې خوښوي.



نوروز د طبيعت بيا رابرسېره کېدنه

نوروز د سپرلي د موسم وړومبنۍ ورځ ده، د کال د موسمونو تر ټولو وړومبۍ شنه ورځ ده، د زمکې د ژوندۍ کېدنې، غوړېدنې او د پسرليزې زړۀ راښکونکې وږمې چليدنې او د مارغانو د چغار سريزه ده، په سپرلي کښې ټول څيزونه د خوشحالۍ او تازګۍ ښودونکي دي او حتی د سپرلي شفا ورکوونکے باد د تازه ژوند زېرے ورکوي.لکه خوشحال بابا وائي:

د نوروز منت په باغ دے په صحرا هم

نوراني يې شه له فېضه هغه دا هم

چې په باغ کښې رنګا رنګ ګلونه وا شي

غنيمت ده ګلونو تماشا هم

لخلخې د نوبهار په هر مشام ځي

ګلدستې يې څنډوي پېر وبرنا هم

د ګلونو هار په غاړه د دلبرو

شرموي لعل و ياقوت لولو لالا هم

د معشوقو په زلفينو کښې ځاے وکا

ښائسته ګلونه پاس په اوربل لاهم

ارغوان که بنفشه که شقائق دي

زېبائي لري يو ځاے جدا جدا هم

په هر ګل باندې ټټر مږي بلبلې

بيا له شومه په هوا کاندي نوا هم

د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله

پرې غلطان غلطان راځي باد صبا هم

په ګلزار پسې بلبله دل کباب ده

په ارمان يې ځګر خون دے د مېنا هم

که خوشحال د يار وصال په دنيا مومي

تمامي دنيا ترې ځار شه ما فيها هم



سپرلے د خداے پېژندنې او قيامت پېژندنې او د بدلون، ودې او تکامل درس دے، که انسانان له دې ښکلي طبيعت څخه درس زده کړي نو په حقيقت کښې يې د قيامت ( بيا راژوندي کېدو) په ورځ باندې د اعتقاد زده کړے دے. په داسې صورت کښې پکار دي د داسې د رابرسېره کېدو او بعثت سريزه يوه لويه او اعلي ورځ ونوموو او جشن پرې وکړو. که د نوروز د مراسمو بنياد په دې کېښودل شي او انسانان خپل ځان د نوروز د دعا له محتوا سره يو قدم او يو اواز کړي چې د بدلون بيانوونکې او توحيد نغمه ده. چې وائي:



يــــا مُقــَــلِّبَ الْقُلــــوبِ وَالاْ َبْصار

اے د زړونو او سترګو بدلوونکي خدايه!

يا مــُــــــدَبـــِّـــرُ الَّيـْـــلِ وَالنـَّـهار

اے د شپې او ورځې تدبيروونکي خدايه!

يــا مُحَـوِّلُ الْحَــوْلِ وَ الْاَحــْــوال

اے د حال او احــــوالو بدلونکي خدايه!

حَـــوِّلْ حـالَنا اِلَی اَحْسَنِ الْحال

زمونږ حــال په ښه حـال باندې بدل کړه

نو د نوروز ورځ په داسې فکر او عقيدې سره د نمانځونکو لپاره ګټوره ده. هغه کسان چې د توحيد حقيقي خوند يې څکلے دے نو د سپرلي د موسم د شروع کېدو په زړۀ پورې او له خوشحالۍ نه په ډکو ورځو کښې له اهلبېتو امامانو (ع) څخه په پېروۍ د قران مجيد د دا ډول ايتونه تلاوت کوي لکه چې فرمائي:

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ (١٦) (( په تحقيق سره د اسمانونو او زمکې په خلقت او شپې او ورځې په تګ راتګ کښې په قطعي توګه د عقل او فکر د خاوندانو لپاره نښې نښانې دي .))

هر کله چې د نوروز په مراسمو کښې انسان د دا ډول رغوونکو او خوندورو مفاهيمو په لټه کښې وي په قطعي توګه داسې ورځ مبارکه ده، خو که له دې ورځو څخه ناوړه استفاده وشي او د رغوونکو مراسمو په ځاے خرافاتو ته مخه کړي لکه چهارشنبه سوري ( چې پکښې خلق پټاخې او بارودونه په لارو کوڅو کښې ډزوي چې پکښې په ګڼ شمېر خلق مړۀ يا زخميان کيږي ) يا د ديارلسمې بدر په نامه بې بندوبارۍ او د فال ګوش په نامه يو پخواني رسم چې پکښې به خلقو د يو بل د کور ورونو ته غوږونه اېښودل او خبرې به يې اورېدې په شان مراسم څرګنده ده چې باطل ګروهنه، او چټي او بې بنيادو چارو ته مخه کونه انسان بې محتوا کوي، او د نوروز ورځ په چټي چارو سره ککړول له عقلمندۍ څخه لرې چاره ده او پکار دي په دغو مراسمو باندې د بطلان کرښه رکښکل شي.

لکه کله چې اسلام ظهور وکړ نو د جاهليت په دوران کښې داسې مراسمو شتون لرۀ چې اکثر يې د عقل، منطق او وجدان په خلاف وو نو په هغو ټولو باندې د بطلان کرښه راکښلې شو خو داسې مراسم هم موجود وو لکه په څلورو مياشتو زبرګې، ميانه، لوے اختر او د امامانو ( محرم ) په مياشتو کښې د جنګ جګړو نه کول چې يو امن امان لرونکے رسم دے تائيد کړې شول، همدا رنګ د لوڼو مړۀ کول او ژوندي ښخول مردود کار وګڼلې شو خو د انسان د وژلو د خون بها چې سل اوښان ورکول وو تائيد کړې شو.

نوروز د اهلبېتو امامانو لخوا ستائېل شوے او مبارک ؤ او يوازې په ايرانيانو پورې محدود نۀ دے بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د جشن او غوړېدنې ورځ ده، په دې شرط سره چې له صحيح او رغوونکو مراسمو سره مل وي او پکښې له هر ډول باطلو افکارو او ګناهونو څخه ډډه وشي. نو په داسې صورت کښې حتی که ورته د اختر نوم هم ورکړې شي په دې دليل چې امام علي (ع) فرمائي: ((كل يوم لايعصى الله فيه فهو عيد; )) (١٧) (( يعنې هره هغه ورځ د اختر ورځ ده چې پکښې ګناه ونشي. ))



----------------------------------------------------------------------------------

يادښتونه

(١٢) رشيد الدين ابن شهر آشوب طبرسى, مناقب آل ابى طالب, ج4, ص318و319.

(١٣) محمد حسن رحيميان, در سايه آفتاب, ص228 و 227.

(١٤) على رضا برازش, المعجم المفهرس لالفاظ احاديث بحارالانوار, ج26, ص19702.

(١٥) علامه مجلسى, بحار, ج59, ص100 و 101.

(١٦) آل عمران (3) آيه 190.

(١٧) سيد رضى, نهج البلاغه, حكمت 428.

يادونه کوو چې د نوروز په اړه مو دا دويمه برخه په تېره ګڼه کښې خپره نۀ کړه بخښنه غواړو

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home