د محبوب وطن په غیژکی ارام پروت یم ... لکه طفل چی ویده غیژ کی د مور وی

سلامونه او نیکي پیرزویني تولو لیدونکو او لوستونکو ته

Monday, February 28, 2011

نه به ته يې نه به زه يم ♣

♣ نه به ته يې نه به زه يم ♣

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم

سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم

د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم

تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د مينې وژني
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم

د باطل نمرود به اور وي د حق چيغې شوروي
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم

لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم

څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندې
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم

بازاري مينې به پلوري اشارې دبورو سترګو
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم

له شهبازه به را اوري "جهاني" ستا غزلونه
ستا دمينې به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home