د میر عالم لالا شعرونه
څلوریځي:
۱.
که هر څومي تري توبه کړه صبر نه شوم
د جانان سپینه خولګي بلا خوږه ده
شیخ د ځان د غمه ژاړي ځه د یار
ته منصف شه چی د چا لویه رتبه ده
۲.
ما د جانان په ښاسته سترګو قسم کړي دي
ریباره زه د بل چا سترګو ته کتلی نشم
ماته د نورو د ښایست تذکري څله کوي
زه د بل چا ښایست په زړه کي ځایه ولی نشم
غزل:
تل مي دا ستا له پښتنو سترګو الهام اخستی
په هر غزل کي مي ستا نوم په احترام اخستی
واړه دا ستا د لیوني میني اثر وو په ما
که مي پیاله اوچته کړي که مي جام اخستی
دا چی مي ولي نن په کانړو غټ واړه د کلي
دا مي په سر ستا د خوږي میني الزام اخستی
زما د میړاني تقد س دي کړو د خپو د لاندي
په کوم نظر د خداي خبر شه زما قام اخستی
ته ده پردویو غلامي کي دومره مخکي لاړي
چي دي ده خپلو په وژلو تل انعام اخستي
نویده ستا غزل می ولوسته د زړه په سترګو
ترینه می کیف د تخیول د عشق پیغام اخستي
میرعالم نوید
khushal.khugiani@gmail.com
0 Comments:
Post a Comment
Subscribe to Post Comments [Atom]
<< Home